چهارشنبه, اگست 12, 2026
Homeافغانستانابراهیم ځدراڼ په نړیوال کرکټ کې ۴۵۰۰ منډې وکړې

ابراهیم ځدراڼ په نړیوال کرکټ کې ۴۵۰۰ منډې وکړې

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیلیز توپوهونکي ابراهیم ځدراڼ په نړیوال کرکټ کې خپلې ۴۵۰۰ منډې بشپړې کړې.

ځدراڼ په خپله ۱۲۶مه نړیواله پاڼۍ کې دغه ریکارډ ته ورسېد او له دې سره د افغانستان پنځم توپوهونکی شو چې په نړیوال کرکټ کې ۴۵۰۰ منډې پوره کوي.

تر ابراهیم مخکې محمد نبي، رحمت شاه، محمد شهزاد او رحمن‌الله ګربز یادې اندازه منډې ترسره کې دي.

ځدراڼ تر اوسه د نږدې ۴۰ منډو په اوسط او د ۷ سلیزو او ۳۰ نیمه‌سلیزو په مرسته په نړیوال کرکټ کې ۴۵۰۰ منډې کړې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here