یکشنبه, اگست 9, 2026
Homeافغانستانعبدالعظیم بدخشي او ربیع پنجشیري په هند کې بریاوې ترلاسه کړې

عبدالعظیم بدخشي او ربیع پنجشیري په هند کې بریاوې ترلاسه کړې

افغان رزمي لوبغاړي عبدالعظیم بدخشي او ربیع پنجشیري تېره شپه په هند کې د خپلو سیالانو پر وړاندې د مبارزې قفس ته ننوتل.

دا سیالۍ چې په حیدراباد ښار کې د آی‌ایف‌اېل سازمان په چوکاټ کې ترسره شوې، دواړو افغان لوبغاړو په کې خپل سیالان مات او بریاوې ترلاسه کړې.

عبدالعظیم بدخشي له یوه بلاروسي سیال سره په قفس کې مخامخ شو او د لومړي پړاو په ۲۰مه ثانیه کې یې د ناک‌اوت له لارې سیالي پای ته ورسوله.

په ورته مهال، ربیع پنجشیري په ۵۷ کیلوګرامه وزن کې د هند له یوه رزمي لوبغاړي سره سیالي وکړه او د سابمېشن فن په ترسره کولو سره یې خپل سیال تسلیم او بریا یې خپله کړه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here