په یونان کې د ۳۸ کلنې سکاټلنډۍ مرستندویې الیزابت جېن راس د وژنې په تړاو نیول شوی ۲۶ کلن افغان سوکوهونکی شریف احمدزی د اتن محکمې ته وړاندې شوی، خو د وژنې تور یې رد کړی دی.
د یونان د پولیسو د معلوماتو له مخې، د امنیتي کمرې انځورونه ښيي چې احمدزی د هغې له ورکېدو وروسته یو لوی بکس یوې متروکې ودانۍ ته وړي. د راس جسد د جولای په ۱۸مه د اتن د کیپسېلي په سیمه کې د همدې بکس دننه وموندل شو، له موندل کېدو درې ورځې وړاندې نوموړې ورکه شوې وه.
څېړونکي وايي، د احمدزي د ګرځنده ټیلیفون معلومات، د امنیتي کمرې ثبت شوې ویډیوګانې او بانکي اسناد د قضیې له مهمو شواهدو دي. پولیس ادعا کوي چې د راس له مړینې وروسته د هغې بانکي کارتونه کارول شوي او له حسابه یې نغدې پیسې هم ایستل شوې دي.
احمدزی بیا ویلي چې ښځه یې نه ده وژلې، بلکې هغه یې مړه موندلې او د وېرې له امله یې جسد په بکس کې ایښی او له هغه ځایه یې لېږدولی دی. یوناني څارنوالان دا ادعا نه مني او د قصدي وژنې، غلا او د وسلو د ناقانونه ساتلو تورونه یې هم پرې لګولي شوي.
د راپورونو له مخې، د راس د مړینې کره لامل لا هم نه دی روښانه شوی او یوناني چارواکي د عدلي طب او زهرجنو موادو د ازموینو وروستیو پایلو ته انتظار باسي.
تر اوسه پر احمدزي لګېدلي تورونه په محکمه کې نه دي ثابت شوي او قضیه لا هم تر عدلي څېړنو لاندې ده.

