د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ د تیرا درې په «بوتان شریف» سیمه کې یو جومات د هوايي برید له امله ویجاړ شوی دی.
ځايي سرچینې وایي، دغه جومات د پاکستاني پوځ د هوايي عملیاتو په ترڅ کې په نښه شوی.
تراوسه په برید کې د نورو ځاني او مالي تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي. خو د تیرا دره له اوږدې مودې راهیسې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له سیمو ده او هلته د پوځي عملیاتو له امله د ملکي وګړو د زیانونو راپورونه هم ورکول کیږي.
سرچینې ادعا کوي چې په تېرو درېیو میاشتو کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۲۰ جوماتونه د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو او چاودېدونکو توکو له امله زیانمن شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي او منتقدین وایي، پر مذهبي ځایونو بریدونه د خلکو اندېښنې زیاتوي او له پاکستاني پوځ غواړي چې د داسې عملیاتو په اړه وضاحت ورکړي او د ملکي او مذهبي ځایونو خوندیتوب تضمین کړي.
تر اوسه پاکستاني چارواکو د دغو ادعاوو اړه څه نه دي ویلي.

