ازبکستان ویلي، له افغانستان سره د برېښنا په برخه کې همکاري به یې یوازې د برېښنا پر صادراتو محدوده نه وي، بلکې د تولید، لېږد، وېش او تخنیکي ظرفیتونو لوړولو همکاري به هم په کې شامله وي.
د ازبکستان د انرژۍ وزارت لومړي مرستیال محمد امینوف د طالبانو د حکومت د برېښنا شرکت له اجرائیه رئیس عبدالحق همکار سره په لیدنه کې ویلي، تاشکند د افغانستان د انرژۍ سکټور د پراختیا لپاره د ۱۵ کلن جامع پلان د جوړولو نیت لري.
په دې ناسته کې دواړو لورو د برېښنا د تولید او لېږد شبکو پراختیا، د انجینري او ډیزاین برخو کې همکاري، د تخنیکي کارکوونکو د ظرفیت لوړول، د برېښنا د ځیرکو میټرونو کارول او د افغانستان د برېښنا سکټور عصري کولو په اړه خبرې کړي دي.

