د غزې د روغتیا وزارت وایي، اسرائیلي ځواکونو د دیرالبلح په سیمه کې د الاقصی شهیدانو روغتون د درملو پر ګودامونو برید کړی چې له امله یې دوه ګودامونه په بشپړ ډول ویجاړ او دوه نور سخت زیانمن شوي دي.
وزارت ویلي، په دغه برید کې د روغتون د بهرنیو ناروغانو څانګه هم زیانمنه شوې او د درملو او نورو مهمو طبي توکو د پام وړ زېرمې له منځه تللې دي.
د غزې د روغتیا وزارت دغه برید «وحشیانه جنایت» بللی او له نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو ادارو او د بشري حقونو له بنسټونو یې غوښتي چې د روغتیايي مرکزونو او کارکوونکو د خوندیتوب لپاره بېړني اقدامات وکړي.

