شنبه, اگست 1, 2026
Homeاقتصادد امریکا خزانې وزارت د ین په بازار کې لاسوهنه کړې

د امریکا خزانې وزارت د ین په بازار کې لاسوهنه کړې

راپورونه ښیي، د امریکا خزانې وزارت د جاپاني ین د ارزښت د ملاتړ لپاره د اسعارو په بازار کې لاسوهنه کړې ده چې د نړیوالو اسعارو پر بازارونو یې د اغېزو بحثونه راپورته کړي دي.

فایننشل ټایمز راپور ورکړی، د امریکا فدرالي ریزرف بانک د خزانې وزارت په استازیتوب د ین د پیاوړتیا لپاره د یورو د پلورلو او د ین د پېرلو اقدام کړی دی.

ویل کیږي، دا اقدام د جاپاني ین د کمزورۍ د مخنیوي او د اسعارو بازار د ثبات لپاره شوی دی.

شنونکي وایي، د دې ډول معاملو لنډمهاله اغېز ښايي د یورو پر ارزښت فشار راوړي، ځکه د یورو عرضه زیاتېږي؛ خو د یورو عمومي ارزښت یوازې په دې اقدام پورې نه تړل کېږي او د ډالر وضعیت، اقتصادي شاخصونه او د مرکزي بانکونو تګلارې هم پرې اغېز لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here