چهارشنبه, جولای 22, 2026
Homeکورپاڼهد افغانستان کرکټ بورډ:رحمت شاه د ملي لوبډلې د ټېسټ او یو...

د افغانستان کرکټ بورډ:رحمت شاه د ملي لوبډلې د ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو نوی لوبډلمشر وټاکل شو

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې رحمت شاه زرمتی د افغانستان د ملي لوبډلې د ټېسټ او یو ورځنیو نړیوالو سیالیو نوی لوبډلمشر ټاکل شوی دی.

کرکټ بورډ ویلي چې رحمن‌الله ګربز به د هغه مرستیال لوبډلمشر وي.

د کرکټ بورډ په وينا، رحمت شاه به د ملي لوبډلې د نوي لوبډلمشر په توګه خپله دنده د ایرلنډ پر وړاندې د راتلونکې یو ورځنۍ لوبلړۍ څخه پیل کړي.

دا بدلون وروسته له هغه راغلی چې حشمت‌الله شهیدي تېره شپه ناوخته د لوبډلمشرۍ له دندې استعفا ورکړه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here