پنجشنبه, جون 25, 2026
Homeکورپاڼهراشد خان او عظمت‌الله عمرزي؛په نړیواله درجه بندۍ کې یو ځل بیا...

راشد خان او عظمت‌الله عمرزي؛په نړیواله درجه بندۍ کې یو ځل بیا لومړي مقامونه خپل کړي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ستوري راشد خان یو ځل بیا د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د توپ اچوونکو په تازه درجه‌بندۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی.

په نوې درجه‌بندۍ کې د پاکستان ابرار احمد دویم او د انګلستان جوفرا ارچر درېیم ځای خپل کړی دی.

بل لور ته، افغان الراونډر عظمت‌الله عمرزي د ۳۱۶ نمرو په ترلاسه کولو سره د پنځوس اوریزو لوبو د غوره الراونډر لوبغاړي مقام ساتلی او د زمبابوې له سکندر رضا څخه مخکې دی.

همداراز، ابراهيم ځدران په تازه درجه‌بندۍ کې دوه درجې شاته تللی او اوس د غوره توپوهونکو په نوملړ کې پنځم ځای لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here