د هند او سریلانکا الف لوبډلو نن د یو ورځنۍ درې اړخیزې لوبلړۍ په چوکاټ کې څلورمه لوبه وکړه.
لومړۍ پاڼې د هند الف لوبډلې ولوبوله چې په ۴۹.۲ اوورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په زیان سیالې سریلانکا ته ۲۶۶ منډې هدف ورکړ.
د سریلانکا الف لوبډلې د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د ۵۰ اوورونو تر پایه د نهه لوبغاړو په زیان هدف له ۲۵۶ منډو سره مساوي کړ او لوبه سوپر اوور ته ولاړه.
په سوپر اوور کې لومړی توپ وهنه سریلانکا وکړه او ۱۷ منډې هدف یې جوړ کړ چې هندۍ لوبډلې یې په ځواب کې یوازې نهه منډې وکړې او لوبه یې د اتو منډو په توپیر له لاسه ورکړه.
دا مهال په درې اړخیزه لوبلړۍ کې سریلانکا دوه او هند او افغانستان یوه- یوه لوبه ګټلې.
را روانه لوبه د جون په ۱۷مه د هند او افغانستان د الف لوبډلو ترمنځ ده.

