د انګلېنډ کرکټ ملي لوبډلې د نیوزیلنډ پر وړاندې له دویمې ټېسټ لوبې مخکې یو بل مهم لوبغاړی د ټپ له امله له لاسه ورکړ او له لوبډلې بهر شوی دی.
د راپورونو له مخې، چټک توپ اچوونکی اولي رابنسن د زنګون د درد له امله په دویمه ټېسټ لوبه کې نه شي لوبېدلی.
نوموړی د تمرین پر مهال ټپي شوی او له طبي معایناتو وروسته پرېکړه شوې چې د احتیاط له مخې باید له لوبډلې ووځي.
رابنسن په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د انګلېنډ لپاره ښه کارکردګي کړې وه او د لوبې غوره لوبغاړی هم نومول شوی و چې اوس یې ټپ او وتل د لوبډلې لپاره لویه ضربه بلل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې انګلېنډ لا له مخکې د څو نورو ستونزو له امله د لوبډلې په جوړښت کې بدلونونه راوړي دي او اوس په دویمې ټېسټ لوبه کې د مهمو لوبغاړو نشتوالی د لوبډلې لپاره جدي اندېښنه بلل کېږي.

