جمعه, جون 12, 2026
Homeکورپاڼهد ایران او امریکا احتمالي مذاکرات؛عباس عراقچي پاکستان ته ځي

د ایران او امریکا احتمالي مذاکرات؛عباس عراقچي پاکستان ته ځي

د العربیه رسنۍ د راپور له مخې، تمه کېږي د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سبا پاکستان ته سفر وکړي.

راپورونه وایي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ښایي په جینوا کې د ایران او امریکا ترمنځ یوه احتمالي هوکړه د پاکستان په حضور کې ترسره شي.

همداراز ویل شوي چې په جینوا کې د امریکا او ایران د استازو ترمنځ د لیدنې د ترسره کېدو امکان هم شته، خو تر اوسه رسمي سرچینو څه نه دي ویلي.

دغه پرمختګ داسې مهال راپورته کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ لا پسې زیات شوی خو د کمولو لپاره یې ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here