جمعه, جون 12, 2026
Homeکورپاڼهد ایران او امریکا کړکېچ د هند تر پولو؛ هند د امریکا...

د ایران او امریکا کړکېچ د هند تر پولو؛ هند د امریکا شارژدافیر احضار کړی

هند د دویم ځل لپاره په نوي ډیلي کې د امریکا د ډیپلوماتیک ماموریت شارژدافیر جیسن میکس احضار کړی او د عمان ساحل ته نږدې د سوداګریزو کښتیو پر وروستیو بریدونو یې رسمي اعتراض ورسپارلی کړی دی.

له دې مخکې، نوي ډیلي د چهارشنبې په ورځ هم جیسن میکس احضار کړی و، ترڅو د همدې بریدونو په اړه ورته اعتراض وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي دا اقدام وروسته له هغې شوی چې په سیمه کې پر څو سوداګریزو کښتیو بریدونه شوي او په کې د هند درې سمندري کارکوونکو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شول.

هندي چارواکو د امریکا د سفارت شارژدافیر ته د دې پېښو په اړه رسمي اعتراض سپارلی او له واشنګټن یې د موضوع د جدي څېړنې غوښتنه کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here