جمعه, جون 12, 2026
Homeکورپاڼهاسماعيل بقایي:له امریکا سره د هوکړې خبرې لا وروستۍ شوې نه دي،...

اسماعيل بقایي:له امریکا سره د هوکړې خبرې لا وروستۍ شوې نه دي، وضعیت نازک پاتې دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو د احتمالي هوکړې په اړه خپاره شوي راپورونه ګومانونه بللي او ویلي یې دي چې تر اوسه د کومې نهایي موافقې جزئیات نه دي بشپړ شوي.

نوموړي ویلي چې د مذاکراتو د متن لویه برخه بشپړه شوې ده، خو په وینا یې امریکایي لوری خپل دریځونه په پرله‌پسې ډول بدلوي، چې له همدې امله لا وروستۍ هوکړه نه ده شوې.

بقايي ټینګار کړی چې تهران به له خپلو سرو کرښو څخه هېڅکله تېر نه شي.

هغه همدارنګه ویلي چې د امریکا د اقداماتو له امله د هرمز تنګي وضعیت نور هم نازک شوی او د قطر او پاکستان د منځګړیتوب هڅې هم تر فشار لاندې راغلي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here