د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، تامي پیګاټ، ویلي چې د اسرائیل او لبنان پلاوو نن د امریکا په منځګړیتوب د مستقیمو خبرو اترو په څلورم پړاو کې سره لیدلي دي.
پیګاټ ویلي، په سیاسي او امنیتي برخو کې پرمختګونه شوي او دا خبرې د یوه هراړخیز تړون د ترلاسه کولو لپاره روانې دي، څو د لبنان حاکمیت پیاوړی او د اسرائیل امنیت خوندي شي.
د هغه په وینا، امریکا د دغو خبرو اترو د اسانتیا برابرولو لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي، او د خبرو راتلونکی پړاو د پنجشنبې ورځې لپاره ټاکل شوی دی.

