د ایران فارس خبري اژانس د ایران او امریکا د خبرو اترو له بهیر سره د نږدې سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي هوکړې په اړه لا تر اوسه کوم رسمي متن د تهران له لوري نه دی تایید شوی.
د سرچینو په وینا، که څه هم د دواړو لورو ترمنځ خبرې روانې دي، خو د داسې تفاهملیک یا هوکړې د نهایي کېدو ادعاوې لا وختي دي او د منلو وړ کوم سند نه دی تصویب شوی.
دا دریځ وروسته له هغې مطرح کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی و چې له ایران سره د یوې هوکړې د بشپړېدو چانس ډېر لوړ شوی او خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې دي.

