پنجشنبه, جون 11, 2026
Homeکورپاڼهډونالډ ټرمپ:امریکا به نږدې وخت کې د ایران د خارک ټاپو کنټرول...

ډونالډ ټرمپ:امریکا به نږدې وخت کې د ایران د خارک ټاپو کنټرول ترلاسه کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې په نږدې راتلونکي کې به امریکا د خارک ټاپو او د ایران د تېلو نور مهم تاسیسات تر خپل کنټرول لاندې راولي او د هغوی د نفتو او ګازو بازارونه به اداره کړي.

ټرمپ ادعا کړې چې ورته تګلاره یې مخکې د ونزوېلا په اړه هم خپله کړې وه او پایلې یې د دواړو لورو لپاره ګټورې وې.

نوموړي په یوه تلویزیوني مرکه کې هم ویلي چې واشنګټن لا هم له ایران سره په خبرو بوخت دی، خو د ده په وینا غوره لاره دا ده چې امریکا د خارک ټاپو واک ترلاسه کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here