د بشري حقونو نړیوال بنسټ د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د پاکستاني ځواکونو پر هوايي بریدونو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د ملکي سیمو په نښه کېدل د نړیوالو بشري قوانینو او بشري حقونو د احتمالي سرغړونو په اړه جدي اندېښنې راپارولي دي.
د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي چې پر استوګنیزو کورونو بریدونه باید په خپلواکه او هر اړخیزه توګه وڅېړل شي، څو د پېښې حقیقت روښانه او د احتمالي مسؤلینو د حسابورکولو زمینه برابره شي.
بنسټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او د جرمونو نړیوالې محکمې څخه غوښتي چې د دغو پېښو په اړه پلټنې وکړي، شواهد راټول او ثبت کړي او د نړیوالو قوانینو له مخې لازم اقدامات ترسره کړي.
د راپورونو له مخې، د سېشنبې شپه د پاکستان په بریدونو کې چې د خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونه یې په نښه کړي وو، ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپینږیری وژل شوي او ۱۴ نور کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

