د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ملي استخباراتو د ادارې لپاره یې خپل نوماند ته لارښوونه کړې چې د ادارې د کارکوونکو شمېر کم کړي.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې بل پولټ، چې ټاکل شوې د جون په ۱۹مه د سرپرست مشر په توګه دنده پیل کړي، ته یې امر کړی څو د ادارې د بیړني او اړین کوچني کولو پروسه عملي کړي او یو شمېر کارکوونکي خپلو اصلي ادارو ته بېرته ولېږدوي.
د بل پولټ ټاکنه د ځینو امریکايي قانون جوړوونکو له نیوکو سره مخ شوې، ځکه نوموړی د استخباراتي چارو مخینه نه لري.
د امریکا د ملي استخباراتو اداره د دې لپاره جوړه شوې چې د هېواد د بېلابېلو استخباراتي ادارو فعالیتونه همغږي او تنظیم کړي.

