د افغانستان لپاره د اسټرالیا سفارت ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت د غځېدو په اړه له هر ډول پرېکړې سره باید د افغان ښځو او نجونو د حقونو خوندیتوب او ملاتړ د نړۍوالې ټولنې له مهمو لومړیتوبونو څخه وي.
سفارت په یوه بیان کې ویلي، په داسې حال کې چې د یوناما اوسنی ماموریت د روان کال د غبرګولي په ۲۶مه پای ته رسېږي، اړینه ده چې د ماموریت د راتلونکي په اړه بحثونه د افغان ښځو د زدهکړو، کار او ټولنیز مشارکت پر حقونو متمرکز وي.
د اسټرالیا چارواکو زیاته کړې چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د بشري حقونو وضعیت له نږدې وڅاري او ډاډ ترلاسه کړي چې د افغان ښځو او نجونو غږونه د سیاسي او ډیپلوماټیکو پرېکړو په بهیر کې له پامه نه غورځول کېږي.
ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونه او غړي هېوادونه د غبرګولي په ۲۶مه د یوناما د ماموریت د غځېدو یا بدلون په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

