دوشنبه, جون 8, 2026
Homeکورپاڼهاسرائیلي سرچینې:پر ایران بریدونه اسرائیل ترسره کړي، امریکا د توغندیو په شنډولو...

اسرائیلي سرچینې:پر ایران بریدونه اسرائیل ترسره کړي، امریکا د توغندیو په شنډولو کې مرسته کړې

د اسرائیل د پوځ راډیو د ځینو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې پر ایران وروستي بریدونه یوازې د اسرائیل له لوري ترسره شوي دي.

د راپور له مخې، امریکا په دغو عملیاتو کې مستقیمه برخه نه ده اخیستې، خو د ایران د ځینو توغندیو د شنډولو او مخنیوي په برخه کې یې له اسرائیل سره مرسته کړې ده.

سرچینو ویلي چې د توغندیو د دفاعي عملیاتو پر مهال د امریکا ملاتړ د اسرائیل د هوايي دفاعي سیستمونو د پیاوړتیا لپاره مهم و.

تر اوسه د امریکا او ایران چارواکو د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here