د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند اعلان کړی چې د سره سمندر له لارې د اسرائیلو اړوند پر ټولو بېړیو د تګ راتګ سمدستي بشپړ بندیز نافذ شوی دی.
ایراني رسنیو د دغه ویاند له قوله راپور ورکړی چې له دې وروسته به هېڅ داسې بېړۍ چې له اسرائیل سره اړیکه ولري، اجازه ونه لري چې د سره سمندر له لارې تېره شي.
د راپورونو له مخې، دا اقدام د اسرائیل د پوځي فعالیتونو او د سیمې د روانو کړکېچونو په غبرګون کې اعلان شوی دی.
تر اوسه د دې پرېکړې په اړه د نړیوالو سمندري ادارو یا نورو اړخونو رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

