د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په تهران کې د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر محسن نقوي سره کتلي دي.
دغه لیدنه د ایران او امریکا ترمنځ د روانو ډیپلوماټیکو هڅو او د پاکستان د منځګړیتوب په لړ کې ترسره شوې ده.
عربي رسنۍ العربیه د یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې محسن نقوي ایران ته د امریکا له لوري د بندیزونو د نرمولو په تړاو یو پیغام رسولی دی.
تر اوسه د دې پیغام د محتوا په اړه رسمي جزییات نه دي خپاره شوي.
راپورونه ښيي چې محسن نقوي تهران ته د پاکستان د لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو پیغامونه هم وړي او د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو د بنبست د ماتولو لپاره د نوو وړاندیزونو په اړه بحثونه کوي.

