د اسرائیل ورځپاڼې اسرائیلهیوم په یوه تحلیلي راپور کې ویلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د ایران په اړه متضادو څرګندونو سره سره، د هغه عملي اقدامات ښيي چې واشنګټن لا هم پر تهران د فشار زیاتولو او پوځي تګلارې د دوام اراده لري.
په راپور کې د اسرائیلي شنونکي ډیویډ واینبرګ له قوله ویل شوي چې ټرمپ اوسني کړکېچ ته د امریکا د ستراتېژیکو سیالانو لکه چین او روسیې پر وړاندې د یوې پراخې نړیوالې مقابلې په سترګه ګوري، چې ایران هم پکې د هغوی د متحد په توګه شامل دی.
تحلیل زیاتوي چې امریکا به یوازې د مصنوعي بریا اعلان ونه کړي او نه به هم خپل ځواکونه له سیمې وباسي، بلکې هڅه به وکړي د ایران هغه ګواښونه محدود کړي چې د خلیج عربي هېوادونو، اسرائیل او لوېدیځ لپاره ګڼل کېږي.
ورځپاڼه وړاندې لیکي چې ټرمپ که څه هم ممکن په ځینو پړاوونو کې انتظار وکړي؛ خو په پای کې به د ایران پر وړاندې پوځي او امنیتي فشار ته دوام ورکړي.
په راپور کې د هغه د پخوانیو اقداماتو لکه له ایران سره د اټومي تړون څخه وتل، د قاسم سلیماني وژل کېدل او ځینې پوځي عملیات هم یاد شوي دي.
تحلیل ټینګار کوي چې د ایران په اړه د ټرمپ تګلاره نه تصادفي ده او نه بېثباته، بلکې د هدفمن فشار یوه دوامداره پالیسي ده.

