یکشنبه, جون 7, 2026
Homeکورپاڼهسینټکام:د ایران له لوري توغول شوې دوه بې‌پیلوټه الوتکې مو نسکورې کړې

سینټکام:د ایران له لوري توغول شوې دوه بې‌پیلوټه الوتکې مو نسکورې کړې

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ يا سينټکام ادعا کړې چې د ایران له لوري توغول شوې دوه بریدګرې بې‌پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي.

سینټکام په ټولنیزه شبکه ایکس کې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، د امریکا ځواکونو په منځني ختیځ کې هغه دوه ډرونونه وویشتل چې د دوی په وینا د هرمز تنګي په سیمه کې د نړیوال سمندري تګ راتګ لپاره ګواښ بلل کېدل.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې امریکایي ځواکونه په خپلو سنګرونو کې پر ځای دي او د ایران د هر ډول احتمالي برید پر وړاندې د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here