اروپايي ټولنې د افغانستان لپاره د خپل نوي چارسمبالي په توګه ایټالوی ډیپلوماټ، نیکولا بیلومو معرفي کړی دی.
بیلومو چې اوس مهال د اروپايي ټولنې د افریقايي چارو د څانګې مشري پر غاړه لري، په ډیپلوماټیک ډګر کې پراخه تجربه لري.
نوموړي مخکې په روانډا کې د اروپايي ټولنې د سفیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
ټاکل شوې ده چې د هغه ګومارنه د طالبانو د حکومت له تایید او د اړوندو اداري پړاوونو تر بشپړېدو وروسته رسمي بڼه خپله کړي.

