د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني مرستیال چارواکي جول روبین ویلي چې روان کړکېچ ښايي د چیډي وینس او مارکو روبیو پر سیاسي راتلونکي اغېز وکړي.
روبین په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د ده په اند د جیډي وینس لپاره سیاسي خطر تر نورو زیات دی، ځکه د بهرني سیاست او امنیتي مسایلو په اړه د حکومت پرېکړې کولای شي د نوموړي پر راتلونکي سیاسي دریځ اغېز ولري.
هغه زیاته کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي کړکېچ یا شخړې پایلې به د واشنګټن پر کورني سیاست او د ځینو مخکښو سیاستوالو پر سیاسي موقعیت هم اغېز وکړي.

