د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر رحمیزاده رمضان همرو د افغانستان دننه د ترهګرو ډلو د شتون او فعالیتونو پر موضوع خبرې کړې دي.
د راپور له مخې، دواړو لورو په خپلې لیدنه کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه او د نشه يي توکو تولید د سیمې د هېوادونو لپاره جدي امنیتي ګواښونه جوړوي.
د هغوی په وینا، اوس مهال شاوخوا ۲۵ ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې دي، چې د سیمې د ثبات لپاره لوی خطر ګڼل کېږي.
په دې لیدنه کې دواړو وزیرانو همدارنګه د امنیتي همکاریو د پیاوړتیا، د معلوماتو د تبادلې او د ترهګرۍ پر ضد د ګډو هڅو پر پراخولو هم ټینګار کړی دی.
دا خبرې د سیمه ییز امنیت د وضعیت د ارزونې او د ګډو ګواښونو پر وړاندې د ګډې مبارزې د پیاوړتیا په موخه شوې دي.

