امریکايي شنونکو ری تکیه او روئل مارک ګرېشت په یوه تحلیلي مقاله کې ویلي چې د فارس خلیج نوم د تاریخي او جغرافیایي دلایلو له مخې کارول کېږي او ایران د تاریخ په اوږدو کې، پرته له هغو دورو چې له کورنیو ستونزو یا بهرني تسلط سره مخ و، پر دې مهمې سمندري لارې اغېزمن نفوذ درلود.
دوی زیاتوي چې عمان د خلیجي هېوادونو په منځ کې تل له ایران سره نسبتاً نږدې او متوازنې اړیکې ساتلې دي او په ډېرو سیمهییزو موضوعاتو کې یې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په پرتله جلا دریځ غوره کړی دی.
د مقالې لیکوالان باور لري چې له همدې امله دا امکان شته چې مسقط او تهران په راتلونکي کې د هرمز تنګي له لارې د تېرېدونکو بېړیو د احتمالي فیسونو یا نورو سمندري ترتیباتو په اړه ګډ تفاهم ته ورسېږي.
د يادونې وړ ده چې د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او د نړیوالې انرژۍ د لېږد یوه ستراتیژیکه دروازه بلل کېږي.

