د ایران د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا له لوري پر سیریک او قشم ټاپو د بریدونو په ځواب کې یې د دښمن اډې د هوايي ځواکونو د توغندیزو بریدونو هدف ګرځولي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې دغه بریدونه د ایران پر خاورې د ترسره شویو حملو په غبرګون کې شوي، خو د نښه شویو ځایونو او د احتمالي زیانونو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.
له دې وړاندې سیمهییزو رسنیو راپور ورکړی و چې په کویټ او بحرین کې د خطر زنګونه غږېدلي او امنیتي تدابیر زیات شوي دي.
بلخوا، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي چې امریکايي ځواکونو څو ایراني بالستیک توغندي او بېپیلوټه الوتکې شنډې کړې دي.
د سینټکام په وینا، دغه توغندي او ډرونونه د هرمز تنګي او د خلیج د ګاونډیو هېوادونو پر لور توغول شوي وو.

