د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې له ایران سره تړاو لرونکي نوي بندیزونه یې لګولي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دا بندیزونه د ترهګرۍ ضد محدودیتونو د تازه کولو په چوکاټ کې اعلان شوي دي.
په دې لړ کې، مهرداد ګرامیان نیک او رومینا ګرامیان نیک (ایراني تابعیت)، محمد شکول میهندوست (ترکي تابعیت) او سرباز عبدالزاده (افغان تابعیت) د بندیزونو په نوملړ کې شامل شوي دي.
همدارنګه د کشتۍ چلونې، نفت، ګاز او پیټروشیمي په برخو کې ۱۲ شرکتونه هم بندیزونو ته شامل شوي دي.
سربېره پر دې، شپږ کښتۍ چې د پاناما او سینټ کیټس بیرغونه لري هم د همدې بندیزونو لاندې راغلي دي.

