د لبنان ولسمشر جوزف عون د ایران پر ضد سختې څرګندونې کړې او له سياېناېن سره په مرکه کې یې ویلي چې تهران لبنان د امریکا او اسرائیلو سره په خپل شخړه کې د چنې وهلو او معاملې کولو د وسیلې په توګه کاروي.
هغه ټینګار کړی چې لبنان به د سیمې د نورو هېوادونو د جګړو او سیاسي معاملو قرباني نه شي.
ولسمشر عون په وروستیو میاشتو کې څو ځله ویلي چې د لبنان د جګړې او سولې پرېکړه باید یوازې د لبنان د دولت په لاس کې وي او بهرني ځواکونه باید د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

