د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې هېواد یې چمتو دی له هند سره د سو-۵۷ پنځم نسل پټې (سټیلت) جنګي الوتکې په ګډه پراخه او تولید کړي او اړوند مهمې ټکنالوژۍ هم ورسره شریکې کړي.
پوتین دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د هند هوايي ځواک د پنځم نسل جنګي الوتکو د ترلاسه کولو په لټه کې دی.
اوس مهال د هند هوايي ځواک د پنځم نسل جنګي الوتکې نه لري.
د راپورونو له مخې، د پاکستان له خوا د چین د J-35AE سټیلت جنګي الوتکو د احتمالي ترلاسه کولو اټکلونو په هند کې اندېښنې زیاتې کړې دي.
بل لور ته، د هند د کورني پنځم نسل جنګي الوتکې پروژه، چې د «پرمختللې منځنۍ جنګي الوتکې» (AMCA) په نوم یادیږي، لا هم د پراختیا په پړاو کې ده او تمه کېږي د ۲۰۳۰مې لسیزې په منځنیو کلونو کې خدمت ته داخل شي.
د روسیې دا وړاندیز د هند د هوايي ځواک د عصري کولو په لړ کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي، خو تر اوسه د نوي ډیلي له لوري په دې اړه رسمي پرېکړه نه ده اعلان شوې.

