د چین له لوري د نفتو د تقاضا د کمېدو له امله د ایران او روسیې د خامو نفتو بیې راښکته شوې دي.
د رویټرز د راپور له مخې، سوداګرو د چینایي پېرېدونکو د جذب لپاره د نفتو بیې کمې کړې، ځکه چې په بازار کې تقاضا کمزورې شوې ده.
راپور وایي چې د ایران د «ایراني لایټ» خام نفت اوس د برېنټ نفتو د نړیوال معیار په پرتله له ۵۰ سنټو څخه تر یو ډالر پورې په تخفیف پلورل کېږي، حال دا چې په تېرو دوو میاشتو کې یې له یو څخه تر دوو ډالرو پورې اضافه بیه لرله.
همداراز د روسیې د «ESPO» خامو نفتو بیې هم راټیټې شوې دي او اوس د برېنټ نفتو په پرتله له درېیو تر څلورو ډالرو پورې اضافه بیه لري، چې د تېرې میاشتې په پرتله کمه ده.
د انرژۍ د څېړنیزې ادارې «کپلر» شنونکي شو مویو ویلي چې چینایي پېرېدونکي د نفتو د اخیستلو بیړه نه کوي، ځکه د نفتو بیې لا هم د هغو خپلواکو تصفیه خانو لپاره لوړې دي چې له مالي زیانونو سره مخ دي.
د هغه په خبره، دغو تصفیه خانو خپل تولید هم کم کړی چې له امله یې تقاضا نوره هم راکمه شوې ده.
د کپلر د معلوماتو له مخې، چین د مې میاشتې په جریان کې هره ورځ شاوخوا ۱.۱ میلیونه بېرله ایراني خام نفت وارد کړي، چې دا د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ راهیسې تر ټولو ټیټه کچه بلل کېږي.
په همدې موده کې د روسیې د نفتو واردات هم ۱.۰۴ میلیونه بېرله ورځني ته راټیټ شوي دي.
سره له دې چې د ایران د نفتو صادرات په بېساري ډول کم شوي، بیا هم د بیو کمښت دوام لري.
راپور زیاتوي چې د ایران د خامو نفتو صادرات د مې په میاشت کې هره ورځ ۲۶۰ زره بېرلو ته راټیټ شوي، چې د تېر کال د اوسط صادراتو له پنځمې برخې څخه هم کم دي.

