عمان د امریکا هغه غوښتنې رد کړې چې له ایران سره خپلې اړیکې محدودې یا پرې کړي او ټینګار یې کړی چې له تهران سره اړیکې به وساتي.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، امریکا هڅه کوي د هرمز تنګي د روان کړکېچ په تړاو پر عمان فشار راوړي چې له ایران ورانه کړي، خو مسقط ویلي، له تهران سره اړیکې یوازې د نړیوالو قوانینو او د سمندري تګ راتګ د مدیریت په چوکاټ کې دي، نه د کوم سیاسي یا پوځي ایتلاف په موخه.
عمان، چې له اوږدې مودې راهیسې د سیمې په شخړو کې د منځګړي رول لوبولی، ویلي د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو ساتل د تاوتریخوالي د کمولو لپاره اړین دي.
راپور زیاتوي د هرمز تنګي پر سر د امریکا او ایران ترمنځ د اختلافاتو له زیاتېدو وروسته، واشنګټن غواړي سیمه ییز متحدان د تهران پر وړاندې سخت دریځ ته راکاږي، خو عمان تر اوسه خپله بې طرفي ساتلې ده.

