د بریتانیا ورځپاڼې فايننشل ټايمز په یوه تحلیلي راپور کې لیکلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ترمنځ وروستۍ ترینګلتیا د ۱۹۸۲ کال د بېروت د جګړې پر مهال د امریکا او اسرائیل د مشرانو تر منځ رامنځته شوي اختلافات یادوي.
د راپور له مخې، د لبنان په جنوب او د بېروت په څنډو کې د اسرائیلو پوځي عملیاتو د واشنګټن او تلابیب ترمنځ سیاسي اختلافات زیات کړي دي.
ویل کېږي، ټرمپ د یوې تلیفوني اړیکې پر مهال پر نتنياهو سختې نیوکې کړې او خبرداری یې ورکړی چې د پوځي بریدونو دوام کولی شي د اسرائیل نړیوال دریځ او روانې ډیپلوماټیکې هڅې زیانمنې کړي.
فايننشل ټايمز لیکي چې دغه وضعیت د ۱۹۸۲ کال هغه پېښو ته ورته دی، کله چې د امریکا ولسمشر رونالډ ریګن د لبنان د جګړې پر مهال د اسرائیل له هغه وخت لومړي وزیر مناخیم بېګن څخه د بېروت د بمبارۍ د درولو غوښتنه کړې وه.
راپور زیاتوي چې که څه هم د سیمې سیاسي شرایط د تېرو لسیزو په پرتله بدل شوي؛ خو د لبنان په اړه د اسرائیل پوځي تګلاره او د امریکا اندېښنې لا هم د پخوانیو تجربو انعکاس ښيي.

