پنجشنبه, جون 4, 2026
Homeکورپاڼهاسرائیلي بریدونو؛غزه کې د څلورو ماشومانو په ګډون ۹ تنه وژلي

اسرائیلي بریدونو؛غزه کې د څلورو ماشومانو په ګډون ۹ تنه وژلي

راپورونه وايي، اسرائیلي ځواکونو تېره شپه د غزې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې هوايي بریدونه ترسره کړي چې له امله یې لږ تر لږه ۹ فلسطینیان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د وژل شویو کسانو په منځ کې څلور ماشومان هم شامل دي.

همداراز په دغو بریدونو کې یو شمېر نور کسان ټپیان شوي او روغتیايي سرچینو د ځینو ټپیانو وضعیت هم د اندېښنې وړ بللی دی.

ویل کېږي چې اسرائیلي الوتکو د غزې په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه څلور هوايي بریدونه ترسره کړي او د استوګنې ځینې ودانۍ یې په نښه کړې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here