د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ټولنیزه شبکه ایکس کې لیکلي چې د دغه هېواد وسله وال ځواکونه د دفاعي بریدونو په حال کې دي.
هغه ویلي: «زموږ وسله وال ځواکونه د مشروع ځاندفاع د حق په چوکاټ کې پر هغو ځایونو بریدونه کوي چې له هغه ځایه متحده ایالاتو ته اجازه ورکول کېږي څو د ملکي کښتیو پر ضد بریدونه وکړي او اوربند نقض کړي.»
عراقچي همدارنګه ټینګار کړی: «هر ډول دښمنانه اقدام به له سمدستي او قاطع ځواب سره مخ شي.»

