د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي له امریکا غوښتي چې د هېواد د هوايي دفاع د پیاوړتیا لپاره نور د پاتریوت توغندیز دفاعي سیسټمونه او رهګیر توغندي ور واستوي.
زېلېنسکي ویلي، روسیې د شپې له خوا پر اوکراین د ۷۳ توغندیو او له ۶۰۰ څخه زیاتو بېپیلوټه الوتکو برید کړی، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، که اوکراین د بالستیک او نورو توغندیو پر وړاندې کافي دفاعي وسایل ترلاسه نه کړي، نو دا ډول بریدونه به دوام ومومي.
د راپورونو له مخې، وروستي بریدونه پر کیف، دنیپرو او نورو لویو ښارونو متمرکز وو، په داسې حال کې چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د امریکا په منځګړیتوب خبرې اترې هم درېدلې دي.
اوکرایني چارواکو له خپلو لوېدیځو متحدانو غوښتي چې پر روسیې فشارونه زیات او له کیف سره پوځي مرستې پراخې کړي.

