سعودي عربستان د لبنان پر ضد د اسرائیلو وروستي بریدونه غندلي او د لبنان خاورې ته د اسرائیلي ځواکونو ننوتل یې د دغه هېواد د ملي حاکمیت سرغړونه بللې ده.
د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې ریاض د لبنان پر وړاندې د اسرائیلو پوځي اقدامات ردوي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دې بریدونو د درولو او د لبنان خاورې ته د اسرائیلو د پوځي پراختیا مخه ونیسي.
سعودي عربستان د لبنان د حاکمیت او د لبناني ولس د حقونو پر ساتنې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا چاره باید د نړیوالو اصولو او تړونونو له مخې خوندي شي.
اعلامیه زیاتوي چې د لبنان د سیاسي جوړجاړي د تړون پلي کېدل مهم دي، څو د لبنان دولت وکولای شي پر خپلې ټولې خاورې بشپړ واک ولري.
سعودي چارواکو همداراز د لبنان د حکومت د هغو پرېکړو ملاتړ کړی چې له مخې یې وسلې باید یوازې د دولت او رسمي امنیتي بنسټونو په واک کې وي.
د دوی په وینا، دا کار به په لبنان کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره مرسته وکړي.

