د لبنان حزبالله ویلي چې د اسرائیلو په شمال کې یې د کریات شمونه ښارګوټی د توغندیز برید هدف ګرځولی دی.
حزبالله په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه بریدونه یې د اسرائیلو د پوځي اقداماتو او د اوربند د سرغړونو په غبرګون کې ترسره کړي دي.
د دې ډلې په وینا، پر کریات شمونه څو توغندي توغول شوي، خو د بریدونو د پایلو او احتمالي زیانونو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
تر اوسه اسرائیلي چارواکو د حزبالله د دې ادعا په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره کړي؛ خو د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د وروستیو نښتو له امله په سرحدي سیمو کې امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی.

