دوشنبه, جون 1, 2026
Homeکورپاڼهد امریکا او سوریې یارانه؛ولسمشرانو یې د دوه اړخیزو همکاریو او بیارغونې...

د امریکا او سوریې یارانه؛ولسمشرانو یې د دوه اړخیزو همکاریو او بیارغونې په اړه خبرې کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د سوریې ولسمشر احمد الشرع په ټیلیفوني خبرو کې پر دوه اړخیزو همکاریو او اقتصادي بیارغونې بحث کړی.

د راپورونو له مخې، احمد الشرع ټرمپ ته ویلي چې پر سوریې د امریکا پاتې بندیزونه لېرې کړي، ټرمپ هم د سوریې د ثبات او بیارغونې د ملاتړ پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د سیمه‌ییز امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره باید ډیپلوماسي او خبرې اترې دوام ولري، څو د لا زیات تاوتریخوالي مخه ونیول شي.

دا خبرې داسې مهال ترسره کېږي چې واشنګټن په وروستیو میاشتو کې د سوریې پر وړاندې ځینې بندیزونه نرم کړي او د دمشق له نوي حکومت سره د اړیکو د پراخولو هڅې روانې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here