دوشنبه, جون 1, 2026
Homeکورپاڼهبنيامين نتنیاهو؛د بیروت پر جنوبي سیمو د برید امر وکړ

بنيامين نتنیاهو؛د بیروت پر جنوبي سیمو د برید امر وکړ

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دوشنبې په ورځ پوځ ته امر کړی چې د لبنان پلازمېنې بیروت پر جنوبي سیمو بریدونه وکړي؛ هغه سیمې چې د حزب‌الله مهم مرکزونه بلل کېږي.

د نتنیاهو د دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه پرېکړه د حزب‌الله له لوري د اوربند د پرله‌پسې سرغړونو او د اسرائیلي ښارونو او وګړو پر ضد د بریدونو له امله شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، نتنیاهو او د دفاع وزیر یسرائل کاتز پوځ ته د بیروت د الضاحیه سیمې پر هدفونو د برید امر کړی دی.

د راپور له مخې، د اپرېل میاشتې له نیمایي راهیسې د اعلان شوي اوربند سربېره، د اسرائیلي ځواکونو او حزب‌الله ترمنځ نښتې او د ډزو تبادله دوام لري.

ویل کېږي حزب‌الله په دې موده کې د ارزانه او په اسانۍ جوړېدونکو ځانمرګو بې‌پیلوټه الوتکو کارول زیات کړي چې د هوايي دفاعي سیسټمونو لپاره یې مخنیوی ستونزمن دی.

د راپورونو له مخې، د مارچ له دویمې نېټې راهیسې د اسرائیلي بریدونو او د خلکو د ایستلو د امرونو له کبله له ۱.۲ میلیونو ډېر لبنانیان بې‌ځایه شوي دي.

د لبنان حکومت ویلي چې د روانو نښتو له پیل راهیسې له ۳۳۷۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

په ورته وخت کې اسرائیل وایي چې په همدې موده کې یې ۲۴ سرتېري او څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here