کارپوهانو خبرداری ورکړی چې په بریتانیا کې د هوا د تودوخې لوړېدل ښايي د آسیایي مچيو د شمېر د چټک زیاتوالي لامل شي او د دغو یرغلګرو حشراتو د پراخېدو بهیر لا ګړندی کړي.
د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی چې ۲۰۲۶ کال به د بریتانیا له تر ټولو ګرمو کلونو څخه وي.
څېړونکي وایي، غیرمعمولي تودوخه د آسیایي مچۍ ملکې هڅوي چې ژر راووځي او نوې ځالې جوړې کړي.
آسیایي مچۍ د شاتو مچیو او نورو حشراتو لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.
ویل کېږي چې یوه ډله یې په یوه فصل کې شاوخوا ۱۱ کیلوګرامه حشرات خوري، چې د هغو درېیمه برخه د شاتو مچۍ جوړوي.
دا حشرات لومړی ځل په ۲۰۱۶ کال کې په بریتانیا کې ولیدل شول، خو تېر کال کارپوهانو خبرداری ورکړ چې د لومړي ځل لپاره یې ژمی په بریالیتوب تېر کړی او بقا یې ثابته شوې ده.
د راپورونو له مخې، په بریتانیا کې د دغو مچيو د ځالو شمېر ۱۶۱ ته رسېدلی، حال دا چې په ۲۰۲۴ کال کې یوازې ۲۴ ځالې ثبت شوې وې.
متخصصین وایي، یوه ځاله کولی شي لسګونه نوې ملکې تولید کړي او که یوه ځاله له پامه وغورځول شي، راتلونکی کال به لسګونه نورې ځالې رامنځته شي.
کارپوهان اندېښنه لري چې اوس د دغو مچيو لیدل یوازې ساحلي سیمو پورې محدود نه دي، بلکې د هېواد دننه سیمو ته هم خپاره شوي دي.
د دوی په باور، اوس د بشپړې له منځه وړنې پر ځای د اوږدمهال مدیریت پړاو ته رسېدلي دي.
دغه مچۍ چې پخوا یوازې د سوېل ختیځې اسیا په هېوادونو کې موندل کېدل، د اقلیمي بدلون او تودوخې د لوړېدو له امله د اروپا بېلابېلو سیمو ته هم رسېدلي دي.

