دوشنبه, جون 1, 2026
Homeکورپاڼهسینټکام:د ایران د رادار او بې‌پیلوټه الوتکو پر مرکزونو مو دفاعي بریدونه...

سینټکام:د ایران د رادار او بې‌پیلوټه الوتکو پر مرکزونو مو دفاعي بریدونه کړي

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي چې د اوونۍ په پای کې یې د ایران په جنوب کې د رادار او بې‌پیلوټه الوتکو اړوندو مرکزونو پر ضد «د ځان‌دفاعي بریدونه» ترسره کړي دي.

سینټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه بریدونه د ګورُک ښار او قشم ټاپو کې پر هغو ځایونو شوي چې د ایران د رادار او ډرون فعالیتونو سره تړاو لري.

د امریکايي پوځ په وینا، دا عملیات د خپلو ځواکونو او شتمنیو د خوندیتوب لپاره ترسره شوي او موخه یې د احتمالي ګواښونو مخنیوی و.

تر اوسه ایراني چارواکو د دغو بریدونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د احتمالي زیانونو یا مرګ‌ژوبلې په اړه هم معلومات نه دي خپاره شوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here