یکشنبه, مې 31, 2026
Homeکورپاڼهمسعود پزشکیان:خلک باید د اقتصادي فشارونو او د مقاومت له لګښتونو خبر...

مسعود پزشکیان:خلک باید د اقتصادي فشارونو او د مقاومت له لګښتونو خبر وي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان ویلي، بهرني اقتصادي فشارونه او محدودیتونه د هېواد د ادارې چارې له ځانګړو او پېچلو ستونزو سره مخ کړې دي او د هېواد وضعیت عادي او ساده نه دی.

هغه د خلکو د زغم او مقاومت د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي چې د هېواد واقعي شرایط باید له خلکو سره شریک شي، څو هغوی وکولای شي د شته ننګونو پر وړاندې خپل رول په سمه توګه ترسره کړي.

پزشکیان زیاته کړې چې ټولنه باید د مقاومت له اړتیاوو او لګښتونو څخه هم بشپړه خبرتیا ولري، ځکه د ستونزو پر وړاندې مبارزه ګډه همکاري او پوهاوی غواړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here