د ستورپوهنې د متخصصینو په وینا، که نن د مې میاشتې په ۳۱مه نېټه اسمان صاف وي، د شپې په آسمان کې به بشپړه سپوږمۍ د سپینو زرو د یوه ځلېدونکي پتنوس په څېر ښکاره شي.
دا د مې میاشتې په ترڅ کې دوهم ځل دی چې بشپړه سپوږمۍ لیدل کېږي، او همدې ځانګړتیا ته په کتو سره ورته «بلو مون» یا «نیلي سپوږمۍ» ویل کېږي.
سره له دې چې نوم یې «نیلي سپوږمۍ» دی، خو سپوږمۍ به په حقیقت کې نیلي رنګ ونه لري.
د ستورپوهنې له نظره د دې نوم لامل د هغې نادروالی دی، نه د رنګ بدلون.
په اروپايي کلتور کې نیلي رنګ د نادر او غیرمعمولي شیانو نښه ګڼل کېږي؛ نو له همدې امله هغه پېښې چې ډېرې کمې رامنځته کېږي، د «بلو مون» په نوم یادېږي.
دا اصطلاح د سپوږمۍ د یوې ځانګړې زماني پېښې لپاره کارول کېږي، کله چې په یوه ټاکلي موده کې بشپړه سپوږمۍ له معمول څخه زیات ځلونه څرګنده شي.
پوهان وایي، د «بلو مون» لیدل د ستورپوهنې مینهوالو لپاره یوه زړهراښکونکې پېښه ده او ډېری کسان د دې نادرې سپوږمۍ د نندارې لپاره د اسمان څارنه کوي.
د هغوی په وینا، که د هوا وضعیت مناسب وي، د شپې روښانه اسمان به د دې ښکلي طبیعي منظرې د لیدو غوره فرصت برابر کړي.

