سرچینې وایي، ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د غیررسمي خبرو اترو راتلونکی پړاو په کابل کې ترسره شي.
د معلوماتو له مخې، دا غونډه په اصل کې د لوی اختر تر مخه پلان شوې وه؛ خو د پاکستان له لوري د ځینو تخنیکي او تنظيمي ستونزو له امله وځنډېده.
په لومړي پړاو خبرو کې د افغانستان له لوري عاطف مشعل، عبیدالله بهیر، جعفر مهدوي او غنچهګل، او د پاکستان له لوري اصف دراني، مشاهد حسین او حامد میر ګډون کړی و.
شنونکي باور لري چې دغه ډول غیررسمي ناستې کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو، د ګډو اندېښنو د بحث او د سیاسي تفاهم د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي.

