د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو ادعا کړې چې د امریکا یوه MQ-1 ډوله پوځي بېپیلوټه الوتکه یې وروسته له هغې ویشتلې چې د یکشنبې په ورځ د ایران سمندري قلمرو ته ننوتې وه.
د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې دغه بېپیلوټه الوتکې د ایران اوبو ته له ننوتلو وروسته د دښمنانه عملیاتو هڅه کوله.
اعلامیه زیاتوي چې د ایران پرمختللو هوايي دفاعي توغندیزو سیستمونو الوتکه په چټکۍ سره کشف او په نښه کړه، چې له امله یې راوغورځول شوه.
تر اوسه د امریکا له لوري د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی او د پېښې د جزئیاتو په اړه نور معلومات هم نه دي ورکړل شوي.
دا ادعا داسې مهال مطرح کېږي چې په سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ سیاسي او امنیتي کړکېچ لا هم دوام لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

