د کډوالۍ او نړیوال تابعیت د مشورتي ادارې د یوې نوې ارزونې له مخې، د پرتګال پلازمېنه لېسبون د هغو کسانو لپاره د نړۍ تر ټولو غوره ښار بلل شوی چې غواړي بل هېواد ته کډه شي او نوی ژوند پیل کړي.
په دې ارزونه کې د نړۍ ۳۵ ښارونه د بېلابېلو معیارونو له مخې ارزول شوي دي، چې پکې شخصي امنیت، روغتیايي خدمتونه، د ژوند لګښت، د چاپېریال کیفیت، د انګلیسي ژبې کارونه، ښاري ترانسپورټ او د نوو اوسېدونکو د ټولنیز ادغام وړتیا شامل وو.
لېسبون د ۸۸.۴۹ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.
راپور وايي چې دغه ښار د ژوند د مناسب لګښت، پاکې هوا او د بهرنیانو لپاره د استوګنې د بېلابېلو اسانتیاوو له امله لوړ امتیاز ترلاسه کړی دی.
د هالنډ پلازمېنه امسټرډام دویم او د اسټرالیا ملبورن درېیم ځای خپل کړی دی.
ورپسې ویانا په څلورم او بارسلونا په پنځم مقام کې راغلي دي.
د لسو غوره ښارونو په نوملړ کې سنګاپور، اوکلېنډ، ټوکیو، کوپنهاګن او سیول هم شامل دي.
په راپور کې تلابیب د ۷۲.۵۱ نمرو په ترلاسه کولو سره ۱۷م مقام خپل کړی دی.
سره له دې چې دغه ښار د ژوند د کیفیت له پلوه مناسب ارزول شوی؛ خو د نړۍ له تر ټولو ګرانبیه ښارونو څخه هم ګڼل شوی دی.
ارزونې همداراز ښودلې چې د ژوند له پلوه تر ټولو ارزانه ښار هو چي مېن (وېتنام) دی، ورپسې نایروبي، بالي او تفلیس راځي؛ خو دغو ښارونو د روغتیايي خدمتونو او عامه ترانسپورټ په برخو کې ټیټې نمرې ترلاسه کړې دي.
د ټولنیز ادغام په ځانګړې درجهبندۍ کې، د کوسټاریکا سان خوسې ښار لومړی ځای خپل کړی، چې د بهرنیانو هرکلی، د ملګرو موندلو اسانتیا او د کلتوري پرانیستې له امله یې لوړ امتیاز ترلاسه کړی دی.

